کورپاڼه / روغتيا / له خوراک وروسته د اوبو څښل د هضم مرحله کمزورې کوي

له خوراک وروسته د اوبو څښل د هضم مرحله کمزورې کوي

دا چې له خوراک وروسته د اوبو څښل ګټور وي او که زیانمن په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي، چې له خوراک وروسته سمدستي اوبه څښل دفاعي سیستم کمزوری کوي او په سبب یې خېټه ډېر ګیس پیدا کوي.

دوی زیاتوي کله چې خېټه ګیس پیدا کېږي نو خېټه پړسوب پیدا کوي چې بیا طبیعت خرابوي. د یوناني طب له مخې ویل کېږي چې له خوراک وروسته اوبه څښل د معدې ګټورې بکتریاوې کمزورې کوي.

کله چې د معدې دغه ګټورې بکتریاوې کمزوري شي نو معده د تېزابیت په جوړولو پیل کوي. نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې له خوراک وروسته سړې اوبه مه څښئ.

بل لورې ته روغتیایي کارپوهان دا هم وایي چې له خوراک وړاندې، منځ کې یا وروسته د اوبو څښل زیانمن نه تمامېږي.

دلته باید دا خبره یاده کړو چې له اوبو پرته که چېرته د کوم بل مشروب په اړه خبرې کوو نو د لېمو له اوبو سره که نعناع یوځای او وخوړل شي ګټور تمامېږي. ځکه لېمو پر روغتیا منفي اغېزې نه کوي بلکې مثبتې اغېزې کوي او د لېمو اوبه په هضم کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

بادرنګ د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې مهم رول لوبوي

الله تعالی د هر یو توکي په جوړښت یوه نه یوه شفاء ضرور نغاړلي وي، …