کورپاڼه / خبرونه / جان سینا: غواړم چې بېرته د ریسلینګ نړۍ ته ستون شم

جان سینا: غواړم چې بېرته د ریسلینګ نړۍ ته ستون شم

امریکایي اداکار یا هنرمند او مشهور ریسلر جان سینا وایي چې په رښتیا یې هم زړه غواړي چې بېرته د ریسلنګ نړۍ ته ستون شي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې جان سینا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې غواړي نړۍ بېرته عادې حالت ته راستنه شي او د ریسلنګ مینوالو ته زېری ورکوي چې بېرته راستنېږي.

نوموړی د خپلو خبرو پرمهال زیاتوي چې دغه وخت ډېر په زړه پوری دی او دی له ځان سره د راتلوونکې اړوند ډېر فرصتونه په لاس کې لرې.

د راپور له مخې ویل کېږي چې جان سینا اوسمهال د یو فلم پر ثبت بوخت دی او د فلم له بشپړېدو وروسته ممکن بېرته د ریسلنګ نړۍ ته راشي، چې ددې زېري په اورېدو یې مینوالو د خوښۍ اظهار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې جان سینا تېرک کال د ریسلنګ په لوبه کې له ماتي سره مخ شوی و، چې بیا له هغې وروسته د ریسلنګ له نړۍ بهر دی.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …