کورپاڼه / روغتيا / د زړه د ناروغیو اړوند نا آرامي د دماغي ناروغیو خطر ډېروي

د زړه د ناروغیو اړوند نا آرامي د دماغي ناروغیو خطر ډېروي

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي هغه کسان چې د زړه د ناروغیو اړوند نا آرامي لري، په دا ډول کسانو کې پر دماغي ناروغیو د اخته کیدو خطر یا امکان ډېر وي.

د امریکا د هیوسټن پوهنتون څېړونکو له لورې د ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د زړه ناروغیو اړوند نا آرامي، ژور خپګان یا ذهني فشار احساسوي، په دماغي ناروغیو یې د اخته کېدو خطر ډېر وي.

مایکل زولینسکي، هوک رویی او للي کرانز کولن چې د څېړونکې ډلې غړي دي او د هیوسټن پوهنتون د ارواپوهنې استادان او له څېړنې یې یاد پایلې لاسته راوړي.

دوی درې واړه وایي چې د څېړنې له مخې یې ثابته کړه چې پر زړه د فشار اړوند نا ارامي او په دې کې یې د ځانګړي توپیر اړیکه هم موندلې.

ویل کېږي چې دغه کیفیت ډېرې زیاتې د نا آرامۍ او ژور خپګان په څېر نښې، نښانې پیدا کوي او د دا ډول کسانو په دماغي ناروغیو د اخته خطر یا امکانات ډېر وي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …