کورپاڼه / روغتيا / مویز یا کشمش چې ګټوره مېوه ده څه وخت زیانمن تمامېږي؟

مویز یا کشمش چې ګټوره مېوه ده څه وخت زیانمن تمامېږي؟

مویز یا کشمش د ویټامینونو او معدني موادو یوه ښه ذریعه ده او د نورو وچو مېوو په پرتله یې فلوونول ګلیکوسیدونه او د فینولیک اسید په نوم انټي اکساید لري. خو که چېرته ډېر استعمال شي نو زیانمن تمامېږي.

د مویزو یا کشمشو روغتیایي:

مویز په ډېره لږه اندازه غوړ لري او د ویټامینونو، معدني موادو او انټي اکسایدو درلودونکې ده، چې هضم ښه کوي، د وینې کمښت پوره کوي او د سرطان د ناروغیو مخنیوی کوي. دغه راز د سترګو د روغتیا لپاره هم ګټور وي، شکر کموي او خولې روغتیا ښه ساتي او ترڅنګ یې د هډوکو د پیاوړتیا سبب کېږي او سوخت کموي.

خو بیاهم د یادو ګټو سربېره د هر توکي غوندې د مویزو ډېر استعمال مناسب نه وي، بلکې ګڼې روغتیایي ستونزې راولاړوي.

  • په ډېره اندازه فایبر لري: ډېر زیات فایبر استعمالول د هضم لپاره زیانمن وي، چې د کولمو اړوند ستونزې او د ګیس ستونزې پیدا کوي. دغه راز د اوبو کمښت، بد هضمي او د خېټې ستونزې هم پیدا کوي.

  • انټي اکساید: مویز پخپل جوړښت بېلابېل انټي اکساید لری، خو که چېرته ډېر استعمال یې د صحت مندو حجرو لپاره زیانمن تمامېږي.

  • حساسیتي غبرګون: ځینې کسان له مویزو سره حساسیت لري چې ډېر استعمال یې ښه نه وي او سږو فعالیت خرابوي او د بلغم، پوزې بهېدو او د ساه اړوند ستونزې پیدا کوي او ترڅنګ یې د اسهال، کانګو کولو، د خېټې درد او د زړه درزا هم تېزوي.

  • وزن ډېروي: مویز په ډېره اندازه کالوري لري او کله چې ډېر مویز وکارول شي د وزن د ډېرېدو سبب کېږي.

  • په ورځني ډول باید څومره مویز وخوړل شي: یو عام انسان باید په ورځني ډول له څلویښتو تر پنځوس ګرامو مویز استعمال کړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …