په انټرنېټ کې یوه بله پخوانۍ ویډیو ډېره ګرانبیه لیلام شوه. دا ویډیو چې په ۲۰۰۷ کې دوه ماشومانو څخه په کور کې جوړه شوې وه، په انټرنېټ کې ډېره زیاته لاس په لاس شوه، چې اوس په ۷۶۰ زره امریکايي ډالرو باندې لیلام شوې ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دا ویډیو چې د دوه برېتانوي ماشومانو څخه په ۲۰۰۷ کال کې جوړړه شوې ده، هیري او د هغه ورور چارلي پکې لیدل کېږي، چې د ۱۴ کلونو په پوره کېدو يې لیلام شوه.
په یوټیوب خپره شوې دا ویډیو ۵۵ ثانیې وه، چې هیري د خپل کوچني ورور چارلي په خوله کې ګوته ورکوي. ورور يې د هغه په ګوته غاښونه لګوي او هغه چیغې وهي، چې چارلي ګوته مې خوښېږي.
دا ویډیو په یوټیوب کې ۸۳۳ میلیونه کسانو کتلې او د یوټیوب یو له مشهورو ویډیوګانو څخه ده، چې ډېر میمیز هم پرې جوړ شوي و، خو اوس به دا له یوټیوب څخه لیرې شي.
د یکشنبې په ورځ په لیلامۍ کې دا ویډیو خرڅه شوه او اوس د دې ویډیو اخیستونکي سره وي، چې له دې وجه به د یوټیوب څخه ډیلیټ شي. په لیلامۍ کې ۱۱ کسانو په دې ویډیو باندې بولي ولګوله، خو دوه شرکتونه بیا ډېر مخکې لاړل. د (میم ماسټر) او (تهري ایف میوزک) ترمنځ مقابله سخته شوه، چې په پای کې دا ویډیو په ۷۶۰ زره او ۹۹۹ امریکايي ډآلرو لیلام شوه.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د ډیجیټل شیانو د خرڅلاو چاره ډېره شوې ده. د ټویټر بنسټګر جیک ډورسي په ۲۰۰۶ کال کې د ټویټر خپل لومړنی ټویټ هم بولۍ ته وړاندې کړی و، چې د مالېزیا یو شتمن په شاوخوا درې میلیونه امریکایي ډالرو اخیستی و.