کورپاڼه / خپلواک / اېف بي ار د پاکستاني کرکټر محمد حفيظ پر وړاندې سخت ګام پورته کړ
محمد حفيظ

اېف بي ار د پاکستاني کرکټر محمد حفيظ پر وړاندې سخت ګام پورته کړ

خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان د عوايدو فدرالي ادارې (اېف بي ار) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد حفيظ پر وړاندې سخت ګام پورته کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد حفيظ خپله شتمني د عوايدو فدرالي ادارې (اېف بي ار) څخه پټه ساتلې ده، چې دغه ادارې په نوموړي پسې مکتوب لېږلى دى.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد حفيظ ١٧٠ ميليونه افغانۍ د شتمنۍ د ثبت پر مهال نه دي ثبت کړي او له دغه ادارې يې پټې کړې دي.

شعېب اختر د پاکستان لوبډله ورټله

اسټراليا په دويمه شل اوريزه لوبه کې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

پاکستانۍ سندرغاړې له سندرو توبه وويسته

ويل کېږي چې اېف بي ار د محمد حفيظ د ټولو بانکي حسابونو معلومات غوښتي دي، دوى د محمد حفيظ د ٢٠١٤ نه تر ٢٠١٨ پورې ټول حسابونه ګوري.

بل لوري ته محمد حفيظ بيا له دې هر څه نه ناخبري ښودلې ده او وايي چې دغه خبر هېڅ حقيقت نه لري. هغه وايي چې د داسې هېڅ شي په تړاو ورسره چا اړيکه نه ده نيولې او نه يې هم کوم مکتوب ترلاسه کړى دى.

د يادولو ده چې محمد حفيظ د پاکستان او اسټراليا ترمنځ په لوبو کې نه دى اخيستل شوى.

ياده دې وي چې تېره ورځ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې د هغه سره په لوبډله کې زياتره پاکستاني لوبغاړي په درغليو کې ښکېل و. هغه وايي چې په دې ډېر وروسته خبر شو چې ډېرې هغه لوبې چې ده په وطنۍ جذبه کولې، د هغې فيکسينګ يا په کې درغلي له مخکې څخه ترسره شوې وه، چې هغه پرې بيا ډېر وروسته خبر شو.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …