کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د نړۍ ترټولو نرم پوستکی لري

هغه شخص چې د نړۍ ترټولو نرم پوستکی لري

ستاسې پوستکی تر کومه حده نرم دی او تر څومره اندازې پورې کش کېږي؟ تاسې اوس له دې تجربې تېر شې او دا حیرانوونکې واورئ چې په نړۍ کې یو داسې شخص هم شتون لري چې خپل پوستکی تر څو اینچو پورې کشوي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص ګیري نومېږي او د نرم پوستکي ریکارډ هم لري چې د ګنیز په کتاب کې ثبت دی. نوموړی د خپلې غاړې د دواړو لورو پوستکی کشوي او تر ۱۵.۸ سانتي میترو (۶.۲ اینچو) پورې بهر ته وړي.

نوموړی د غاړي پوستکي دومره پورته کولی شي چې مخ یې په دومره اندازې سره پټوي چې شونډې یې ور پکې پټېږي. ویل کېږي چې د دومره نرم پوستکي درلودل یوه ناروغي ده چې (Ehlers-Danlos Syndrome) ورته وایي.

دا یوه داسې نارړغي ده چې د کولیجن پروټین له اغېزو غورځوي. دا پروټین د انسان په هډوکو، عضلو او د پوستکي سربېره په ټول بدن کې موندل کېږي او دنده یې داده چې ټول بدن سره یوځای ساتي.

ګیري په دې ناروغۍ له ماشومتوب څخه اخته دی او کله چې په لومړي ځل په ښوونځي کې د پوستکي له نرموالي خبر شو نو ملګرو او ټولګیوالو یې پرې ملنډې ووهلې، خو له هغې وروسته همدې ناروغۍ ګیري ته نړیوال شهرت ورکړ او اوس د (الاسټک مین) په نوم مشهور دی. نوموړی وایي چې د پوستکي په کشولو سره هیڅ درد نه احساسوي خو په بندونو او عضلو کې درد وي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …