کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټیم سیفرټ: کله چې په کورونا اخته شوم داسې مې احساسوله چې ټوله نړۍ درېدلې ده
ټیم سیفرټ

ټیم سیفرټ: کله چې په کورونا اخته شوم داسې مې احساسوله چې ټوله نړۍ درېدلې ده

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ټیم سیفرټ په هند کې د کورونا او بیا د خپل کرنټین په اړه د خبرو پر مهال ډېر جذباتي شو او سترګې يې هم لمدې شوې.

ټیم سیفرټ په انلاین بڼه له یوې رسنۍ سره خبرې کولې، چې له هغه نه د کورونا ټېسټ پایلې مثبت راتلو او بیا یوازې وخت تېرولو په اړه پوښتنه وشوه، چې نوموړی يې غمژن کړ.

ټیم سیفرټ چې هند کې يې د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) کې برخه اخیستې وه، د کورونا ټېسټ يې مثبت راغلی و، چې هغه کرنټین و، خو تېره اونۍ د نوموړي د کورونا ټېسټ منفي راغی او بېرته خپل وطن ته لاړ، چې اوس په خپل وطن کې کرنټین دی.

ټیم سیفرټ په کورونا ویروس د اخته کېدو تجربې په اړه وویل، کله چې زما د کورونا ټېسټ مثبت راغی، نو په زړه مې ساه ډوبی راغی او داسې فکر مې کاوه، چې نړۍ درېدلې ده.

هغه وویل، چې د کرنټین پر مهال برینډن مکالم او سټیفن فلیمنګ ماته ډېر ډاډ راکړ، که د هغوی ډاډ نه وای، نو ښايي تر دې هم راته کرنټین تېرول لا ډېر ګران شوي وای.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …