کورپاڼه / روغتيا / له الوویرا د پوستکي د ښکلا ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم ترلاسه کړئ

له الوویرا د پوستکي د ښکلا ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم ترلاسه کړئ

الوویرا چې له پیړیو راهیسې د درملنې په توګه کارېږي، یو داسې بې زیانه بوټی دی چې ګټې یې بې شمېره دي او د مجموعي روغتیا سربېره د پوستکې او ویښتانو د ښکلا لپاره هم ګټور بوټی ګڼل کېږي. دغه راز د استعمال پنځه ګټې به یې لږ په تفصیل سره ولولو.

  • د پوستکي د نرمښت او داغونو لپاره: الوویرا د امینو اسیدونه یوه ښه ذریعه ده چې د پوستکي د تازه ساتلو لپاره ګټور ګڼل کېږي او د ګونځو د پیدا کېدو عملیه ورو کوي او د ویټامین سي، ویټامین بي او بیټا کیروټینو د شتون له امله د پوستکې حجرې روغ پاتې کېږي.

  • د زخم لپاره: د الوویرا په استعمال سره زخم ډېر ژر ښه کېږي او نه پرېږدي چې پر پوستکي داغونه جوړ شي. دغه راز کله چې پوستکی وسوځي او په بیا بیا وهلو سره یې زخم ژر ښه کېږي او ترڅنګ یې د الوویرا په استعمال سره کلاجین ډېرېږي او د نوو حجرو په جوړولو کې مرستندویه تمامېږي.

  • ویښتان له توییدو څخه ساتي او ژر یې اوږدوي: د ویښتانو توییدل یوه داسې ستونزه چې تقریباً هر دویم شخص ورسره مخ دی او آسانه طریقه یې داده چې باید له الوویرا څخه ګټه پورته کړو، ځکه چې په الوویرا کې د پروټیو لاییټک په نوم انزایم وي چې اغېزمنې حجرې ښه کوي او ویښتانو ته وده ورکوي او ترڅنګ پخه ورکوي.

  • وزن کموي: که چېرته الوویرا همداسې وخوړل شي یا ترې مشروب جوړ شي نو د خېټې پر شاوخوا راټوله شوې وازده اوبه کوي او مجموعي وزن هم کموي.

  • تیزابیت: د الوویرا جیل کولمو ته پاکوالی وربخښي او د معدې د تېزابیت، د سینې سوخت او نورې ناروغۍ ختموي.

  • نورې ګټې: میتابولیزم تېزوي، د قبض مخنیوی کوي، کلیسترول برابر ساتي، د بندونو درد ختموي، زهرجن توکي خارجوي، غاښونو ته ګټور وي، د لمر ضد اغېزمن واقع کېږي، د وینې کمښت پوره کوي، د ځیګر ستونزې هواروي او د زېړي لپاره ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …