کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څو میاشتې وروسته، اترا یو ځل بیا د پابجي د بندولو خبره کړې
پابجي

څو میاشتې وروسته، اترا یو ځل بیا د پابجي د بندولو خبره کړې

څو میاشتې وړاندې اترا (د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره) ویلي و، چې دوی د پابجي PubG لوبه یا ګېم بندوي، خو تراوسه پورې يې دغه ګېم نه دی بند کړی او د څو میاشتو په تېرېدو وروسته یې يو ځل بیا ویلي دي، چې دوی به د پابجي لوبه بنده کړي.

هغه وخت د اترا ویاند سعید شینواري ویلي و، چې دوی پرېکړه کړې ده، چې په څو ورځو کې به د پابجي لوبه بنده کړي، خو د څو میاشتو تېرېدو وروسته یو ځل بیا هم ورته خبره يې له امریکا غږ راډیو سره په خپله مرکه کې بیا تکرار کړې ده.

بلخوا د اترا په فېسبوکپاڼه او همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې له تېرو څو کلونو راهیسې د مخابراتي شرکتونو د لوړو بیو او بې کېفېته انټرنېټ څخه خلک سر ټکوي، خو اترا يې په اړه غوږونه غلي کړي دي.

په وار وار له اترا څخه په دې تړاو غوښتنه شوې ده، چې مخابراتي شرکتونه دې کنټرول کړي، تر څو د انټرنېټ بیې راټيټې او کېفيت ښه کړي، خو دوی هېڅ هم نه دي کړي.

د اترا مسوولین په فېسبوک کې هر وخت له خلکو سره دا ژمنه کوي، چې دوی به په څو ورځو کې د انټرنېټ بیې راکمې او کېفيت ښه کړي، خو ورځ تر بلې کېفیت خرابېږي او بیې پورته کېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …