کورپاڼه / جالب / آیا غواړئ چې د حلزون (شاپېټی) له غوړو په تیار شوي صابون مخ ووینځئ؟

آیا غواړئ چې د حلزون (شاپېټی) له غوړو په تیار شوي صابون مخ ووینځئ؟

آیا تاسې د حلزون یا شاپېټي له چټلو غوړو څخه په جوړ شوي صابون مخ وینځل خوښوئ؟ دا پوښتنه مې ځکه وکړه چې یو فرانسوي ځوان د همداسې صابونونو د پلورل کار پیل کړی.

اته ویشت کلن ډامین ډیسروشر ډېر شمېر حلزون یا شاپېټي ساتلي او له سریښتناکې مادې یې جوړ شوي صابون د تېر کال له دسمبر راهیسې پلوري. نوموړی وایي چې په کوریا او چین کې ښځې په حلزون یا شاپېټي سره خپل مخ مساج کوي او په دې سره د مخ ګونځۍ ختمېږي او تازه والی وربخښل کېږي.

ډامین وایي چې له یو حلزون یا شاپېټي څخه پر یو وخت دوه ګرامه سلایم ترلاسه کېږي او د یو صابون لپاره د څلویښتو دانو سریښناکه ماده پکارېږي او په دې ډول اتیا ګرامه سلایم له نورو توکو سره یوځای کېږي او څو دانې صابونونه جوړوي.

ډامین زیاتوي چې د صابون لپاره ډېرو حلزونونو ته اړتیا وي او ددې لپاره یې شپېته زره حلزونونه ساتلي او یوازې شپږ زره یې خپل کور کې دي.

له حلزون څخه د سلایم خارجیدل هم یو ډول کړنه ده. دغه حشره لومړی واښه یا ګلپي او نور شیان خوري او وروسته چې کله په ګوتو سره لمس شي نو یو ډول سریښناکه ماده خارجوي او په دې ډول د صابون لپاره ورڅخه خام مواد لاسته راځي.

که څه هم په لویدیځ کې تر اوسه پورې د حلزون د ګټو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د ختیځې اسیا په ځینو هیوادونو لکه کوریا او اسیا کې د حلزون مساج عام دی چې غوړ یې پرمخ وهل کېږي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …