کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا پخپل کیریر کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

پریانکا چوپړا پخپل کیریر کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د نړۍ نامتو هندې اداکارې یا فلمي لوبغاړې پریانکا چوپړا د فلم په صنعت کې د خپل کیریر په لړ کې یوه بله لویه بریا هم ترلاسه کړه.

پریانکا چوپړا د مشهورې امریکایي نړېوالې د فیشن مجلې “ووګ” استرالیایي ګڼې د (Cover Girl) یعنې د هغه موډلې انجلۍ ویاړ ترلاسه کړی چې تل د مجلې پر لومړۍ پاڼه کې راځي.

پریانکا چوپړا پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام خپل هغه تصویر خپور کړی چې د “ووګ استرالیا” له لورې خپور شوی و. چې له مخې یې ډېر سپین او تور رنګه ښکلی او په زړه پوری لباس اغوستی چې ډېره ښه پکې ښکاري.

 

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې پریانکا چوپړا د تصویر لپاره چې کومې جامې اغوستي اوه زره، اته سوه او اتیا ډالر قیمت لري.

بل لوري ته د پریانکا چوپړا مینوال د نوموړې په دې بریا خوښ دي او تصویرونه یې ډېر خوښوي، خو ترڅنګ یې په زړه پورې تبصرې هم کوي.

د یادولو وړ ده چې پریانکا چوپړا په ۲۰۰۰ کال د نړۍ د میرمنې (مس ورلډ) د لقب له ګټلو وروسته نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …