کورپاڼه / خبرونه / د پي ایس ایل له لوبو وړاندې د ګویټه ګلیډیټرز لوبډلی لوبغاړی په کورونا اخته شو

د پي ایس ایل له لوبو وړاندې د ګویټه ګلیډیټرز لوبډلی لوبغاړی په کورونا اخته شو

د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) د شپږم سیالیو پر وړاندې ستونزې ورځ تر ورځې ډېرېږي او له پیل وړاندې یې یو بل غوره په کورونا اخته شو.

د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې د چټک توپ اچونکې انور علي د کورونا نتیجه مثبته راغلې، چې سمدستي کرنتین شوی او د یاد لیګ له پاتو لوبو بهر شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د کویټه ګلیډیټرز په سکواډ کې شامل الراونډر انور علي په کورونا اخته شوی او په هوټل کې په یو بېل منزل کې کرنتین شوی، چې له خپلې لوبډلې سره به ابوظبۍ ته لاړ نه شي او له پاتې شلو لوبو بهر شو.

ویل کېږي چې دغه د کویټه ګلیډیټرز دوه لوبغاړی دی چې له سکواډ څخه بهر کېږي. تېره ورځ ددې لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی نسیم شاه د کورونا د زوړ راپور پر وړاندې کولو له یاد لیګ څخه بهر شوی او کور ته لېږل شوی و.

راپورونو زیاتوي چې په پي ایس ایل کې به د لوبېدو لپاره لوبغاړي او نور کارمندانو سبا ورځ له پاکستان څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې ابوظبۍ ته روان شوي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …