کورپاڼه / روغتيا / د ګرمۍ په زیاتېدو د مالګې کمښت، معرکه او د وینې د فشار ناروغۍ ډېرېږي

د ګرمۍ په زیاتېدو د مالګې کمښت، معرکه او د وینې د فشار ناروغۍ ډېرېږي

د هیواد په ډېرو ولایتونو او برخو کې ورځ تر ورځې د ګرمۍ څپې په ډېرېدو دي چې په سبب یې د انسان روغتیا هم اغېزمنه کېږي، چې بیا د مالګو له کمښت، موسمي تبې او د وینې د فشار په ګډون نورې ناروغۍ ډېروي.

د موسم په بدلون سره په طبیعت کې سستي، بوج، سر ګرځیدل، کمزوري حس کول او په بدن کې د مالګو کمښت رامنځته کېږي چې د انسان روغتیا اغېزمنوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ګرمۍ په سبب د رامنځته کیدونکې ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ډېرې اوبه وڅښې. ځکه چې ډېرې اوبه څښل د بدن د تودوخې درجه برابروي.

د ماشومانو د ناروغیو متخصیص وایي چې د ګرمۍ په موسم کې دې هغه خواړه استعمال شي چې سپک خاصیت لري او په سخته ګرمۍ کې دې واړه او غټان له کوره نه وځي.

دوی زیاتوي چې د موسم بدلون یوه طبیعي کړنه ده او په دې موسم کې د معرکې په څېر ناروغۍ ډېرېږي، نو کله چې په ګرمۍ کې له کوره بهر وځئ نو سر مو باید پټ وي، ترڅو له یادو او نورو ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …