کورپاڼه / جالب / په هند کې سلګونو کسانو د یوه آس په جنازه کې ګډون وکړ

په هند کې سلګونو کسانو د یوه آس په جنازه کې ګډون وکړ

د هند د کرناټک په بیلګاوي ولسوالۍ کې د یوې سیمه ییزې مذهبي ډلې اړوند آس مړ شو چې سلګونه کسانو یې په جنازه کې ګډون وکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوه او هندوانو له ګرځبندیز څخه سرغړونه کړې او د یوه آسه په جنازه کې یې ګډون کړی.

ویل کېږي چې دې لسګونو کسانو حکومتي چارواکي دې ته مجبور کړل چې کلي بند کړي او د کورونا د نوو قضیو څېړنه وکړي او د پېښې په لړ کې یوه قضیه هم ثبت شوې.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د بیلګاوي په ماردیمت سیمه کې ډېرو هندي اوسیدونکو د آس په جنازه کې ګډون کړی و او ماسکونه یې هم نه ول اچولي.

د مارادیمت. په سیمه کې د یوې سیمه ییزې مذهبي ډلې اړوند آس د شنبې په ورځ مړ شوی و، چې بیا یې جنازې ته ډېر شمېر خلک راغلل او د آس وروستي دودونه یې ترسره کړل.

دغه راز له پېښې وروسته پر کلي بندیز لګېدلی، چې د پولیسو د مشر پر وینا تر څوارلسو ورځو پورې به بند وي او چاته به اجازه ور نه کړي چې دې کلي ته دننه شي او یا بهر لاړ شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …