کورپاڼه / بېلا بېل / خان بابا: سلمان مې خواله راغی، راته يې وویل، زه سلمان یم او د هندي فلمونو اداکار یم، ما ورته وویل، ښه ښه
سلمان خان او خان بابا

خان بابا: سلمان مې خواله راغی، راته يې وویل، زه سلمان یم او د هندي فلمونو اداکار یم، ما ورته وویل، ښه ښه

په پاکستان کې یو مشهور پښتون چې ډېر زیات وزن لري او ډېر چاغ دی، په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، چې د هندي فلمونو مشهور هنرمند سلمان خان د هغه خواله ورغلی و او ورته یې ویلي و، چې ستا ویډیوګانې مې کتلي دي.

خان بابا چې د مردان اوسېدونکی دی او په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې ویډیوګانې خپروي، د DW پښتو سره په مرکه کې وايي، چې هغه مالټا هېواد کې له سلمان خان سره لیدلي دي.

نوموړی وايي، چې زه مالټا هېواد ته تلی وم، هلته راسره ډېرو خلکو عکسونه اخیستل، چې په دې کې د هندي فلمونو اداکار سلمان خان راغی او ماته یې وویل، چې زه سلمان یم او د هندي فلمونو اداکار یم. ما ورته وویل، ښه ښه، زه خان بابا یم، هغه راته وویل، چې زه تا پېژنم او ستا ځینې ویډیوګانې مې کتلي دي.

خان بابا همدا راز دا هم وویل، چې هغه ځکه ډېر خوشبخته دی، چې بدن یې ډېر غټ دی او هر ځای ته چې لاړ شي، خلک ورته راغونډېږي او عکسونه ورسره اخلي.

د یادولو وړ ده چې د خان بابا ډېری ویډیوګانې داسې دي، چې خلک پرې د جعلي ویډیوګانې فکر کوي او همدا راز یو شمېر خلک د هغه په بدن هم نیوکې کوي او وايي چې بدن یې جعلي دي، یا یې له خپل بدن نه داسې څه راچاپېر کړي دي، چې هغه پرې دومره غټ ښکاري.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …