کورپاڼه / خبرونه / راشد خان یو ځل بیا وویل، چې تر هغې به واده نه کوي، تر څو افغانستان نړیوال جام ونه ګټي
راشد خان ۲۵ مۍ

راشد خان یو ځل بیا وویل، چې تر هغې به واده نه کوي، تر څو افغانستان نړیوال جام ونه ګټي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان یو ځل بیا ویلي دي، چې تر څو افغانستان نړیوال جام نه وي ګټلی، تر هغې پورې هغه واده نه کوي.

راشد خان چې له یوې هندۍ وېبپاڼې سپورټس کیړا سره یې خبرې کولې، د واده د پوښتنې په ځواب کې يې وویل، چې افغان لوبډلې تر څو نړیوال جام نه وي ګټلی، تر هغې واده نه کوم.

راشد خان بیا یو کال مخکې هم دا خبره کړې وه، نوموړي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و، چې تر څو افغانستان نړیوال جام نه وي ګټلی، نو تر هغې پورې د واده اراده نه لري.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د افغانستان لپاره ۵ ټېسټ، ۷۴ نړیوالې یو ورځنۍ او ۵۱ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې ټېسټ کې يې ۳۴، یو ورځنیو کې يې ۱۴۰ او شل اوریزو لوبو کې يې ۹۵ ویکټې اخیستي دي.

همدا راز نوموړی په تجارتي لیګونو کې هم د نړۍ له مخکښو لوبغاړو څخه دی، هغه اوس په ترکیه کې دی، چې له هغه ځایه به ابوظهبي ته ځي او هلته به د پاکستان سوپر لیګ کې برخه اخلي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …