کورپاڼه / بېلا بېل / څلور سوه کاله پخوانۍ سکه موندل شوې

څلور سوه کاله پخوانۍ سکه موندل شوې

د میریلینډ د یو موزیم د وینا له مخې ویل کېږي چې لرغون پېژندونکو پر یو پخواني کلي څېړنې ترسره کړي او یو نایابه شی یې ترلاسه کړی.

ویل کېږي چې ساینسپوهانو د سپینو زرو یوه داسې سکه موندلې چې اوه لسمې پېړۍ پورې اړه لري. د سینټ میري د ښار د تاریخي موزیم مشر ټریوس پارنو وایي:

((د شمالي امریکا په یو پخواني کلي کې چې په سینټ میري کې واقع دی، لرغون پېژندونکو د څېړنو پرمهال د سپین زرو سکه موندلې چې د چارلس تصویر پرې کېندل شوی))

نوموړی وایي چې د سکې تاریخ واضح نه دی، خو دومره اټاکل شوی چې دا به څلور سوه کاله پخوانۍ وي. ځکه چې په دې سکه چې کومه نښه کارول شوې هغه یوازې په ۱۶۳۳ او ۱۶۳۴ کې استعمال شوې، نو تاریخ باید پرې لیکل شوی خو د خراب حالت په سبب پرې نه څرګندېږي.

د پارنو د وینا له مخې ویل کېږي چې دغه سکه یوه غیر عادي موندنه ده او په هغه سیمه کې چې دغه سکه موندل شوې، نورې څېړنې روانې دي.

دا هم ولولئ

ویده سړی

هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي

یو سړی به نو تر څومره ډېر خوب وکړي؟ خو تاسې به د دې په …