کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د نړۍ نوی شتمن کس څوک دی؟ لیسټ يې خپور شو
د نړۍ شتمن کسان

د نړۍ نوی شتمن کس څوک دی؟ لیسټ يې خپور شو

دوه لسیزې وروسته د نړۍ د شتمن کس په توګه د امریکا پاچاهي ختمه شوه او د فرانسې یو کس د نړۍ تر ټولو شتمن کس اعلان شو.

د فوربس مجلې د نړۍ د شتمنو کسانو تازه لیسټ خپور کړی دی، چې په دې لیسټ کې د فرانسې د فېشن مشهور کس برنارډ ارنالټ د نړۍ تر ټولو شتمن کس شو، د هغه شتمني ۱۸۶.۳ میلیارده امریکايي ډالر ده.

په راپور کې ویل شوي دي، چې په دې لیسټ کې د امازون بنسټګر او مشر جیف بیزوس په دویم مقام دی چې ۱۸۶ امریکايي ډالر شتمني لري.

د امریکا د ټېکنالوژۍ شرکت مالک ایلون مسک بیا دریم مقام ته راکوز شوی دی او د هغه شتمني اوس ۱۴۷.۳ میلیارده امریکايي ډالر ده.

خو بلخوا بیا د بلوم برګ په لیسټ کې لا هم جیف بیزوس لومړی مقام لري، ایلون مسک دویم او همدا راز برنارډ ارنالټ په څلورم مقام کې قرار لري.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …