کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش په ستر توپیر سریلانکا ماته کړه
مشفیق الرحیم

بنګله دېش په ستر توپیر سریلانکا ماته کړه

بنګله دېش په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ډي ایل قانون له مخې د ۱۰۳ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه او دویمه بریا یې هم په خپل نوم کړه.

د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ  لوبه په ډهاکه کې ترسره شوه، چې بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

بنګله دېش په ۴۸.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې مشفیق الرحیم ۱۲۵، محمود الله ۴۱ او لیتون داس ۲۵ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا بیا لکشن سنداکان او دوشمانتا چمیرا ۳-۳ او ایسورو ادانا ۲ ویکټې واخیستې.

لوبه د باران له امله څو ځلې وځنډېدله، چې وروسته بیا سریلانکا ته په ۴۰ اورونو کې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکل شو، خو سریلانکا په ټاکلو ۴۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډې وکړې، چې د ډي ایل قانون له مخې يې د ۱۰۳ منډو په توپیر ماتې وخوړه. د دوی له خوا دانوشکا ګونتالیکا ۲۴ او پاتوم نسانکا ۲۰ منډې وکړې. د بنګله دېش له خوا مهدي حسن میراز او مستفیظ الرحمان ۳-۳ او شکیب الحسن ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره  لوبغاړي جایزه مشفیق الرحیم ته ورکړل شوه، چې نوموړي سلیزه وهلې وه او خپلې لوبډلې ته يې ستره بریا ورپه برخه کړه.

د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ دوه لوبې بنګله دېش وګټلې او د دې لړۍ دریمه یا وروستۍ لوبه به د مۍ په ۲۸مه نېټه په ډهاکه کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …