کورپاڼه / خبرونه / د سوپر لیګ جدول کې بنګله دېش لومړی او افغانستان شپږم شو
مشفیق الرحیم او محمد نبي

د سوپر لیګ جدول کې بنګله دېش لومړی او افغانستان شپږم شو

بنګله دېش پرون په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم سریلانکا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د دوه یو ورځنیو لوبو ګټلو سره سم یې د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

خو د دې تر څنګ بنګله دېش په ۸ لوبو کې ۵ لوبو کې بریا خپله کړه، چې ۵۰ نومرې يې ترلاسه کړې او د ای سي سي نړیوال جام سوپر لیګ په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه او لومړی مقام يې خپل کړ.

له بنګله دېش وروسته انګلستان دویمه لوبډله ده، چې ۹ لوبو کې يې ۴ لوبې ګټلي دي او د ۴۰ نومرو سره په دویم مقام کې ده، پاکستان او اسټرالیا بیا په ۶-۶ لوبو کې ۴-۴ لوبې ګټلې دي او په دریم او څلورم مقام کې قرار لري.

ورپسې نیوزیلېنډ په ۳ کې ۳ او افغانستان هم په ۳ کې ۳ لوبې ګټلې دي، چې د ۳۰-۳۰ نومرو په لرلو سره په پنځم او شپږم مقام کط قرار لري، همدا راز ویسټ انډیز بیا په ۶ لوبو کې ۳ لوبې ګټلې دي او د ۳۰ نومرو سره په اووم مقام کې دی.

د هند لوبډلې هم په ۶ لوبو کې ۳ لوبې ګټلې دي، خو ۲۹ نومرې لري او په اتم مقام کې ده، زمبابوې په ۳ کې ۱ او ایرلېنډ په ۶ لوبو کې ۱ لوبه ګټلې ده، چې دواړه د ۱۰-۱۰ نومرو سره په نهم او لسم مقام کې دي.

سویلي افریقا هم په ۳ لوبو کې ۱ لوبه ګټلې ده خو د ۹ نومرو سره په ۱۱م مقام کې ده، سریلانکا بیا په ۵ لوبو کې تراوسه کومه لوبه نه ده ګټلې او ۲ منفي نومرې هم لري، همدا راز نیدرلېنډز بیا تراوسه کومه لوبه نه ده کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …