کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان کې به له دې وروسته د جمعې خطبه د حکومت په لارښوونه کېږي
ملا

پاکستان کې به له دې وروسته د جمعې خطبه د حکومت په لارښوونه کېږي

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د جوماتونو او ملا امامانو د کنټرول لپاره نوې لاره خپله کړې ده او له دې وروسته به ټولو ملا امامانو ته د حکومت له خوا د جمعې خطبه ورکول کېږي، چې هېڅ ملا به له خپله ځانه د جمعې خطبه نه شي ویلی.

د پاکستان د ایکسپرېس ورځپاڼې د راپور په وېنا، د پاکستان د حکومت یوې مذهبي ادارې ویلي دي، چې د ولسمشر په وېنا يې ۱۰۰ موضوعات غوره کړي دي او نوموړي ته يې وړاندې کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې ده، چې دا کار حکومت د دې لپاره کړی دی، تر څو د ځانځانۍ مخه ونیول شي او ملا امامان هغه څه ټولنې ته وړاندې کړي، چې حکومت يې غواړي.

دا خبر وروسته له هغې په رسنیو کې خپرېږي، چې د امریکا پینټاګان دا خبره کړې ده، چې پاکستان ورته د خپل هېواد د ځمکني او هوايي استعمال اجازه ورکړې ده.

بلخوا یو شمېر رسنیو دا ادعا هم کړې ده، چې امریکا د ډېورنډ اخوا غاړې ته د خپلو اډو په جوړولو پیل کړی دی، خو تراوسه پورې په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …