کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ یوه پیاله شېدې وڅښئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

هره ورځ یوه پیاله شېدې وڅښئ او حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

شېدې یو له غوره غذایي توکو له جملې څخه ګڼل کېږي چې ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري، خو اوس یې روغتیایي کارپوهان داسې حیرانوونکې ګټه په ګوته کړې چې سړی دې ته مجبوروي چې په ورځني ډول یوه پیاله شېدې وڅښي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي د بریتانیې د ریډنګ پوهنتون روغتیایي کارپوهانو ویلي چې په ورځني ډول یوه پیاله شېدې څښل د زړه د حملې، د زړه د نورو ناروغیو او فلج خطر تر څوارلس سلنو کموي.

هغه کسان چې په ورځني ډول له شېدو څښلو ګټه اخلي د کلیسترولو کچه یې هم کمېږي. د څېړونکې ډلې مشر استاد ویمل کیراني وایي چې دغه پایله په دوه میلونو کسانو له څېړلو وروسته راویستې ده.

ویمل کیراني وایي هغه کسان چې یو جینټیکي بدلون پکې لیدل کیده، چې بیا په همدې سبب یې د ډېرو شېدو څښلو عادت هم درلود یعنې دوی کولی شول چې ډېر شېدې وڅښي.

دی زیاتوي چې د همدې عادت په سبب یې د زړه د ناروغیو او د فلج خطر د نورو پر نسبت تر څوارلسو سلنو پورې کم و او د وینې دوران یې هم د نورو په پرتله څو ځله ښه او غوره و.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …