کورپاڼه / جالب / هغه ځوان چې غواړي خپله څېره د لانځکې غوندې کړي

هغه ځوان چې غواړي خپله څېره د لانځکې غوندې کړي

د انګلستان د ختیځ یارکشیر اوسیدونکې دوه ویشت کلن ځوان ددې لپاره چې مخ یې د مشهورې لانځکې په څېر وبریښي، ډېر ځلې یې عملیات ترسره کړي.

دغه ځوان جمي فیدراسټون نومېږي او د لانځکې د میل ویرژن (کین) سره ډېره زیاته مینه لري او ددې لپاره چې څېره یې د هماغې په څېر وبریښي تر اوسه یې پر ځان څوارلس زره امریکایي ډالر لګولی.

ویل کېږي چې جمي فیدراسټون څو ځلې د شونډو ډکونې، د غمبورو عملیات، بوټوکس او نور عملیات ترسره کړي.

له رسنیو سره د خبرو پرمهال جمي ویلي دي چې دا ورته بسنه نه کوي، بلکې لا په مخ کې اوږد سفر لري او اوس یې اراده ده چې د پوزې عملیات ترسره کړي.

جمي وایي چې د تېرو دولسو میاشتو پرمهال یې څو ځله لوی عملیات ترسره کړي خو دا یې لا پیل ګڼلی او تر هغه وخته به عملیات کوي ترڅو د (کین) په څېر شي.

د یادولو وړ ده چې جمي فیدراسټون د خپل ملګري په ښکلیتون کې د ډایرکټر په توګه کار کوي، په شپاړس کلنۍ کې ښوونځي پرېښود او له هغې وروسته د دندې په لټه کې شو.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …