کورپاڼه / خبرونه / اسټرالیا د اګست په میاشت کې بنګله دېش سره ۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کوي
اسټرالیا او بنګله دېش

اسټرالیا د اګست په میاشت کې بنګله دېش سره ۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کوي

د اسټرالیا کرکټ بورډ غواړي، چې د بنګله دېش هېواد ته سفر وکړي او له دوی سره د اګست په میاشت کې د پنځه نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي او له هغه وروسته بیا نړیوال شل اوریز جام ته لاړه شي.

د دې سیالیو نېټې او ځایونه لا تراوسه پورې دقیق او رسمي نه دي اعلان شوي، خو اسټرالیا غواړي چې دا سیالۍ په بنګله دېش کې ترسره شي.

تر دې مخکې اسټرالیا له بنګله دېش سره د دوه ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوله، خو هغه بیا د کورونا ویروس له امله وځنډول شوه، چې تراوسه پورې يې د ترسره کېدو په اړه معلومات نشته.

اسټرالیا غواړي چې له نړیوال شل اوریز جام څخه مخکې دا شل اوریزې لوبې ترسره کړي، تر څو راتلونکي نړیوال شل اوریز جام ته هم ځان چمتو کړي.

د یادولو وړ ده چې راتلونکی نړیوال شل اوریز جام په هند کې پلان شوی دی، خو په هند کې د کورونا ویروس پېښو زیاتېدو له امله ښايي د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …