کورپاڼه / روغتيا / د خوراکي توکو کارپوهان: په هر موسم کې د هګیو استعمال ګټور وي

د خوراکي توکو کارپوهان: په هر موسم کې د هګیو استعمال ګټور وي

ویل کېږي چې په طبیعي خوراکونه کې له هګیو بله قوي غذا نشته او په بېلابېلو طریقو سره پخېږي چې عبارت دي له ایشول، له غوړو سره سرې کول، شېدو سره یوځای کول، سوپ سره او نور

هګۍ پخپل جوړښت ګڼ شمېر غذایي توګي، ویټامینونه او پروټین لري چې د وزن کمولو سربېره د نظر تېزولو، کلیسترولو برابر ساتلو او دفاعي سیستم ته د پیاوړتیا په ورکولو کې ګټور تمامېږي خو پوښتنه داده چې د هګیو د استعمال لپاره کوم موسم ښه وي.

په دې اړه د خوراکي توکو کارپوهان او روغتیا پالان وایي که د ګرمۍ موسم وي یا د یخنۍ، په دواړو حالتونو کې د هګیو استعمال ګټور دی.

دوی وایي چې ډېر وخت په ګرمۍ کې د هګیو له استعمال څخه د ډډې کولو لارښوونه کېږي، خو ددې نظر تر شا کوم ساینسي ثبوت نشته او د یو وهم په نظر ورته ګوري.

دوی مخکې وایي چې هګۍ د ګرمو اغېزو درلودونکې وي نو ځکه خو یې په اعتدال یا برابره اندازه خوراک ته ارزښت ورکوي خو که چېرته د ګرمۍ په موسم کې استعمال نه کړو نو بدن به مو له اړینو غذایي توکو محروم شي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …