کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي سینما مخکینۍ ښځینه هنرمندې اوس څه ډول ښکاري؟
هندۍ اداکارانې

د هندي سینما مخکینۍ ښځینه هنرمندې اوس څه ډول ښکاري؟

د هندي فلمونو نړۍ د نارینه او ښځینه اداکارانو لپاره ډېر توپیر لري، که د اتیایمو او نویمو لسیزو خبره وشي، نو د هغه وخت ښځینه هنرمندې اوس په فلمونو کې نه لیدل کېږي، خو د هغه وخت نارینه اداکاران اوس هم په دغه سینما پاچاهي کوي، لکه سلمان خان، اجی دېوګن، شاه رخ خان، اکشی کمار، عامر خان او نور، خو په دغه وخت کې ډېرې ښځینه هنرمندې هم وې، چې اوس په فلمونو کې نه لیدل کېږي. خو په دې لیکنه کې د هماغه ښځینه هنرمندانو په اړه معلومات درکوو، چې دوی په نویمه لسیزه کې څه ډول وې او اوس څه ډول ښکاري.

میناکشي سیشادري: دا هنرمنده د یو شمېر کامیابو فلمونو برخه وه، لکه هیرو، دامني، ګایل او نور … نوموړې په ۱۹۹۵ کال کې واده وکړ او له هغه وروسته یې فلمي نړۍ پرېښوده، له هند څخه امریکا ته انتقال شوه او په هماغه ځای کې يې ژوند غوره کړ.

میناکشي سیشادري

مدهو: نوموړې د هندي تر څنګ د تامل، تیلګو، کناډا او ملیالم ژبې په ډېرو کامیابو فلمونو کې کار کړی و او ډېر نوم يې ګټلی و، هغه د هندي فلم (پهول اور کانټی) نه ډېره مشهوره شوې وه. مدهو په ۱۹۹۹ کې واده وکړ او په ۲۰۰۲ کې يې فلمي نړۍ پرېښوده خو په ۲۰۰۸ کال کې بېرته فلمونو ته راستنه شوه.

مدهو

ممتا کلکرني: دا هنرمنده په ډېرو مشهورو فلمونو کې لیدل شوې ده، لکه عاشق اواره، وقت همارا هی، کرانتي وير، کرن ارجن او نور ډېر… هغې په ۲۰۰۲ کال کې فلمي نړۍ پرېښوده، واده يې وکړ او له هند څخه بهر بل هېواد ته لاړه. د نوموړې په اړه ځينې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې مسلمانه شوې ده، خو هغې په خپله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ممتا کلکرني

شیبا: نوموړې هم په ډېرو فلمونو کې کار کړی دی، خو د سوریاونشي او جوالامکي فلمونو څخه يې ډېر شهرت ترلاسه کړ، دې پنځوس کلنې اداکارې له واده وروسته هم فلمونو کې کار ته دوام ورکړ او اوس هم په فلمونو کې کار کوي.

شیبا

ماهیما چودري: نوموړې په ۱۹۹۷ کال کې له شاه رخ خان سره په (پردېس) فلم کې کار وکړ او ډېر شهرت یې ترلاسه کړ، له هغه وروسته يې هم په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ، خو د موټر یو ټکر د هغې په ژوند کې ډېر بدلون راوست. نوموړې له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې فلمونو کې کار وکړ، بیا په ۲۰۱۵ کې فلمونو ته راستنه شوه، خو په ۲۰۱۶ کال کې يې فلمي نړۍ بیا پرېښوده.

ماهیما چودري

نګما: نوموړې هم په ډېرو کامیابو فلمونو کې کار کړی دی، لکه سهاګ، باغي او نور… هغې د هندي فلمونو ترڅنګ د ملیالم، کناډا، بنګالي، پنجابي او مراټي فلمونو کې هم کار کړی و او هلته یې هم ډېر شهرت ترلاسه کړی و، د فلمي نړۍ پرېښودو وروسته بیا نوموړې سیاست ته لاړه.

نګما

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …