کورپاڼه / خبرونه / ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې لپاره شپږمه ورځ هم ځانګړې کوي
نیوزيلېنډ او هند

ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې لپاره شپږمه ورځ هم ځانګړې کوي

د کرکټ نړیواله شورا (ای سي سي) د نړیوال ټېسټ اتلولۍ پایلوبې لپاره playing conditions جوړوي، چې ښايي په روانه اونۍ کې يې نشر کړي. دا پایلوبه د هند او نیوزيلېنډ ترمنځ په ساوتهمپټن کې د جون په ۱۸مه نېټه پیلېږي.

خو یو مشکل دا دی، چې که چېرته دا لوبه بې پایلې پای ته ورسېږي، نو څه به کېږي؟ ځینو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي دي، چې د دې لپاره ای سي سي غواړي چې یوه بله ورځ، یعنې شپږمه ورځ هم د دې لوبې لپاره ځانګړې کړي.

همدا راز دا هم ویل شوي دي، چې که چېرته د دواړو هېوادونو ترمنځ دا پایلوبه مساوي شوه یا بې پایلې پای ته ورسېده، نو دواړه لوبډلې به د نړیوال ټېسټ اتلولۍ اتلې لوبډلې وي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې شپږمه ورځ له دې امله ځانګړې کېږي، که چېرته په پنځه ورځو کې لوبه وځنډېده، نو بیا به په شپږمه ورځ هم لوبه ترسره شي.

د دې لپاره شرط دا ایښودل شوی دی، چې که چېرته په ټولو پنځه ورځو کې د موسم یا باران له امله د ۳۰ ساعتونو لپاره لوبه ځنډېدلې وه، نو بیا به په شپږمه ورځ هم لوبې ته دوام ورکړل شي، ځکه چې که دومره وخت لوبه وځنډېږي، نو پایله معلومېدل به یې اسان نه وي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …