کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا د خپل ګډ ژوند د خوشحالۍ راز ووایه

پریانکا چوپړا د خپل ګډ ژوند د خوشحالۍ راز ووایه

د بالیووډ د فلمونو ستورې پریانکا چوپړا د خپل ګډ ژوند د خوښۍ یا خوشحالۍ راز ووایه. له ووګ استرالیا مجلې سره د خبرو پرمهال پریانکا د کامیاب ګډ ژوند او دوه کاله وړاندې د واده د مراسمو په اړه خبرې کړي.

نوموړې وایي چې د واده یې یوازې دوه کلونو پوره کېږي او په نظر یې د کامیاب او خوشحاله ګډ ژوند راز په خبرو کې دی.

پریانکا مخکې وايي چې:((اړینه ده چې تاسې دواړه له یو بل سره کېنئ او خبرې وکړئ، یو بل سره وخت تېر کړئ او په حقیقت کې له دې خبرو خوند واخلئ))

نوموړې د خپل واده د پلان جوړونې په اړه وایي چې د واده د مراسمو لپاره یې په دوه میاشتو کې تیاری ونیوه او دا ځکه یې دومره وخت واخیست چې پر وینا یې د فکر کولو لپاره یې وخت نه درلود.

پریانکا د خپلو مصروفیتونو او لومړیتوبونو په اړه وایي چې دا وخت د خپلې خوښې په کارونو کې بوخته ده او د نړۍ له هغه یو سلن خلکو څخه ځان ګڼي چې هر سهار پورته کېږې او د خپلې خوښې په نظر کې نېولو سره کار کوي.

د یادولو وړ ده چې پریانکا چوپړا له امریکایي سندرغاړي نیک جونس سره د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې واده وکړ.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …