کورپاڼه / روغتيا / په ماشومانو کې د پوزې بهېدنې سببونه څه کیدلی شي؟

په ماشومانو کې د پوزې بهېدنې سببونه څه کیدلی شي؟

په ماشومانو کې له پوزې څخه د وینې بهیدنه یوه عامه ستونزه ده، چې ډېری والدین یې اندیښمن کړي هم دي. خو دا ستونزه تر یوې لنډې مودې لپاره او بېخي لږ وخت د لوی ستونزې سبب ګرځي او که چېرته په دوامداره توګه له پوزې وینه وبهېږي نو په داسې حالت کې ماشومانو ته طبي مرسته اړینه وي.

د سیدتي مجلې د یو راپور له مخې ویل کېږي چې په عموم کې د پوزې بهېدنه په هغه ماشومانو کې عامه وي چې عمرونه یې له دوو تر لسو کلونو پورې وي. په دې اړه د ماشومانو د ناروغیو ډاکتر ابراهیم شکري په ماشومانو کې له پوزې څخه د وینې بهیدنې سببونه او د درملنې په اړه خبرې کړي.

په نوو زېږېدلو او ماشومان د وینې په رګونو کې سوخت:

کله چې پر مخ زخم پورې شي نو د پوزې د وینې په رګونو کې سوخت رامنځته کېږي، چې بیا وینه بهیدنه واقع کوي او دا له پوزې څخه د وینې بهېدنې یو عام سبب ګڼل کېږي.

له پوزې څخه د وینې بهېدنه ډېر وخت د پوزې له مخکینۍ برخې څخه بهېږي، ځکه چې د پوزې دا برخه له ډېرو وړو وړو رګونو څخه ډکه وي، چې لږ سوخت هم ددې سبب کېږي چې وینه ترې وبهېږي او د پوزې له شاتنۍ برخې څخه ډېر لږ وخت وینه بهېږي چې په ماشومانو ډېر کم پېښږي او درول یې ستونزمن وي.

د وینې په رګونو کې د سوخت سببونه:

  • وچه هوا: پوزه په سختۍ سره پاکول، د حساسیت په سبب د پوزې سوخت، د پوزې زخم، نزله او زکام او د سپری ډېر استعمال له پوزې د وینې بهېدنې سبب کېږي.

  • له پوزې بهېدنې ځان ساتنه: که څه هم په ماشومانو کې له پوزې څخه د وینې بهېدنه درول ممکن نه وي خو کمول یې د لاندې اقداماتو په کولو ممکن وي.

  • په پوزه کې د اوبو اچول.

  • د حساسیت درملنه.

  • په لوبو کې د خوندیتوب لپاره اړین سامان کارول.

په ماشومانو کې له پوزې د وینې بهېدنې سببونه:

  • وچه هوا

  • د پوزې سولول

  • بکتریا یا میکروبونه

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …