کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې ایشول یې د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي

هغه خوراکي توکي چې ایشول یې د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي

روغتیایي کارپوهانو او بې شمېره د خوراکي توکو کارپوهانو د ځینو خوراکي توکو پر ایشولو ټینګار کړی او ترڅنګ یې دا هم ویلي چې له ډېرو ایشولو یې باید ډډه وشي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې ډېر داسې خوراکي توکي موجود دي چې له ایشولو وروسته ډېر خوندور کېږي لکه چرګ، لوبیا او نور. له دې پرته هر خوراکی توکی چې وایشول شي د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي خو له پخولو یا سره کولو وروسته یې غذایي عناصر ختمېږي.

دوی زیاتوي چې ایشول شوي خوراکي توکي د چاغښت سبب نه کېږي، خو پاخه شوي او سره کړي شیان د چاغښت لامل کېږي او له د یو توکي له ایشولو وروسته د هضم مرحله آسانه کېږي، وزن کموي، پوستکي ګټور وي، ویښتانو ته وده ورکوي، د تېزابیت او د ګردو له تیږو څخه مخنیوی کوي.

  • جوار: ایشېدلي جوار د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، بې شمېره ویټامینونه لري او د بدن لپاره مهم غذایي لکه زنک، میګنیزیم، مس، اوسپنه او مینګیز برابروي.

  • آلو: روغتیایي کارپوهان وایي چې ایشول شوي آلو د کالورۍ او وازدې په سوځولو کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز د هضم مرحله ښه کوي او د لوږې احساس کموي.

  • هګۍ: له څېړنو ثابته شوې چې د ایشېدلو هګیو په سپینو کې موندل کیدونکې پروټین د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي او د وینې شکر برابروي.

  • برکولي: ایشېدلي برکولي د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي او د فایبر، ویټامین سي، ویټامین کی، اوسپنې، پوتاشیم او نورو توکو درلودونکې وي او د نورو سبزیجاتو په پرتله ډېر پروټین لري.

  • دال: دال د خپلو غذایي توکو په لرلو سره د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، په ډېره اندازه فایبر لري چې کلیسترول کموي، د وینې فشار کنترول ساتي، د بدن وزن برابروي او د زړه د ناروغیو خطر کموي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …