کورپاڼه / خبرونه / عمر اکمل ۴.۵ میلیونه روپۍ جریمه ادا کړه
عمر اکمل

عمر اکمل ۴.۵ میلیونه روپۍ جریمه ادا کړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي عمر اکمل ۴.۵ میلیونه روپۍ جریمه ادا کړه، چې له دې وروسته به نوموړی یو ځل بیا لوبو ته راستون شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې عمر اکمل باندې لګېدلې ټوله جریمه، ۴.۵ میلیونه روپۍ يې کرکټ ته ورکړي دي او بېرته به کرکټ ته راستون شي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د عمر اکمل بېرته کرکټ ته راستنېدل به یو څه وخت واخلي، ځکه چې اوسمهال د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان سوپر لیګ په ترسره کولو کې بوخت دی.

د یادولو وړ ده چې عمر اکمل له کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې وه، چې نوموړی دومره ډېرې پېسې نه لري، نو دا د جریمې پېسې به په څو برخو کې کرکټ ته ورکړي، خو کرکټ بورډ يې غوښتنه رد کړې وه.

کرکټ بورډ په خپله پرېکړه کې ویلي و، چې عمر اکمل به د جریمې ټولې پېسې یو ځل جمع کوي او د پېسو له جمع کولو وروسته به د کرکټ کولو اجازه ورکړل شي، عمر اکمل د ۲۰۱۹ کال له نومبر راوروسته کرکټ نه دی کړی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …