کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د دالو د دانې په څېر کوچنی، مصنوعي او درزېدونکی زړه

د دالو د دانې په څېر کوچنی، مصنوعي او درزېدونکی زړه

د اسټریا ساینسپوهانو د انسان له ژوندیو حجرو څخه یو داسې کوچنی مصنوعي زړه جوړ کړی، چې د دالو د یوې دانې په اندازې جسامت لري او درزېږي هم.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اسټریا ساینسپوهانو ددې موخې لپاره د ساق حجرې (Stem Cells) استعمال کړي او له ځینو ځانګړو کیمیاوي تعاملاتو څخه ګټه پورته کړې.

دې کیمیاوي تعاملاتو ته یې د (پات ویز) تخنیکي نوم ورکړی او پات ویز د ساق حجرې ددې وړ ګرځولي چې وویشل شي او بدلون وکړي.

کله چې حجرې له دې ترتیب څخه تېرې شي نو پر یو کوچني او درزېدونکې زړه بدلون مومي. ویل کېږي چې دغه طریقه له دې وړاندې په تجربوي توګه په کوچنیو سترګو او د دماغو په تیاري کې هم استعمال شوې وه.

د یادولو وړ ده چې زړه د انسان د بدن هغه لومړنی غړی دی چې د حمل له درېدو وروسته نه یوازې رامنځته کېږي بلکې خپله دنده هم له هر څه دمخه پیلوي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …