کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / “بند شه موبایله” اوس به په دې غږ سره موبایل بندېږي

“بند شه موبایله” اوس به په دې غږ سره موبایل بندېږي

ویل کېږي ګوګل به ډېر ژر د اندراید موبایل درلودونکې لپاره یو داسې اپشن وړاندې کړي، چې له مخې به یې کاروونکې د غږ په مرسته خپل موبایل بند کړي.

موږ په ګوګل اندراید ۱۲ کې ددې اپشن پر لور اشاره لېدلې. ګوګل د آیفون او سامسنګ په څېر د اندراید موبایلونو له پاور بټن څخه د یوې بلې موخې لپاره د استعمال پرېکړه کړې.

ویل کېږي چې دغه بټن به له “ګوګل اسسټنټ” نښلول کېږي او د موبایل د بندولو لپاره به استعمالېږي. که څه هم له دې وړاندې په اندراید ۱۲ بیټا کې ډېر مهم او بنسټیز بدلونونه راوستي ول.

خو اوسمهال “ناین ټو فاییو ګوګل” د نوي او ایس ځینې اړخونه په غور سره کتلي او د ګوګل اسسټنټ په نوي ویرژن کې به نوی آپشن موجود وي چې د غږ په مرسته به موبایل بندېږي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې دغه آپشن په اندراید ۱۲ بیټا ویرژن کې شتون نه لري او هیله ښودل شوې چې په راتلوونکو ویرژنو کې به رامنځته شي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …