کورپاڼه / روغتيا / د زردالو (خوبانۍ) دغه حیرانوونکې ګټې به مو نه وي لوستي

د زردالو (خوبانۍ) دغه حیرانوونکې ګټې به مو نه وي لوستي

زردالو چې ډېر خلک یې په خوبانۍ سره هم یادوي، د هغه سیمو مېوه ګڼل کېږي چې یو څه سړې وي یا غرنۍ سیمې وي.

زردالو یو له هغه مېوو څخه ده چې ډېر د ښه خوند او غذایي توکو درلودونکې ده او په دوو حالتونو سره پیدا کېږي چې یو ته وچ او بل ته یې تازه زردالو ویل کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه مېوه په دواړو حالتونو کې د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي او په جوړښت کې ګڼ شمېر غذایي توکي لکه پوتاشیم، اوسپنه، فایبر او بیټا کیروټین په ډېرې اندازې سره شتون لري.

هسې خو زردالو یا خوبانۍ ډېرې زیاتې ګټې لري خو دلته به یې یو څو هغه مهمې ګټې ولولو چې د انسان د روغتیا لپاره ډېر اغېزمن وي.

  • که چېرته په نهاره سره وخوړل شي نو د هضم مرحله ښه کوي.

  • د زردالو استعمال د وینې د جریان لپاره ګټور وي.

  • د زردالو په استعمال سره په خېټه کې پیدا کیدونکي چینجي له منځه ځي.

  • ددې مېوې په استعمال سره د وینې کلیسترول کنترولېږي.

  • د زردالو په استعمال سره د زړه شریانونه پاکېږي.

  • د زردالو د اوبو په استعمال سره درد کمېږي یا ختمېږي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …