کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه اپلیکیشن چې د انسان د عمر په اړه وړاندوینه کوي

هغه اپلیکیشن چې د انسان د عمر په اړه وړاندوینه کوي

ساینسپوهانو یو داسې په زړه پوری اپلیکیشن رامنځته کړی او وړاندې کړی چې د انسان د عمر په اړه وړاندوینې کولی شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د بیولوژي او بایو فزیک پوهانو یو داسې مصنوعي ځیرک سیستم رامنځته کړی چې امریکا او بریتانیې د ډېرو اوسیدونکو طبي او ډي این ای ډیټا یې ور پکې ځای پرځای کړې او په مرسته یې د انسان د عمر په اړه اټکل کېږي.

له دې څېړنې څخه ساینسپوهانو معلومه کړې چې د انسان عمر په دوو شیانو پورې اړه لري لومړی د انسان د ژوند طرز او طریقه او دویم دا چې بدن یې څه ډول د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي.

ددې اپلیکیشن په مرسته د ترسره څېړنې د ټولو اړخونو په نظر کې د نېولو سره پوهان دې پایلې ته ورسېدل چې په اوسني وخت کې یو انسان له یو سلو شلو تر یو سلو پنځوس کلونو پورې ژوندی پاتې کیدلی شي.

د یادولو وړ ده چې له نوولسمې پېړۍ را وروسته د انسان په عمر کې ډېروالی راغلی او چې لوی لامل یې واکسین، سم زېږون، د ډېرو ساري ناروغیو کنترول، د ژوند ښه طرز او طریقه او پاکوالی په ګوته شوی.

دغه راز له ډېرو څېړنو ثابته شوې هغه کسان چې ورزش کوي د هغوی په پرتله چې ورزش نه کوي، ډېر عمر لري او په ورځني ډول قدم وهنه او د خوشحاله اوسیدو عادتونه مو د عمر په اوږدولو کې مهم رول لوبوي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …