کورپاڼه / خپلواک / هند له بنګله دېش سره خپل حساب برابر او په ٨ ويکټو يې ماته ورکړه
روهيت شرما ١

هند له بنګله دېش سره خپل حساب برابر او په ٨ ويکټو يې ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): د هند او بنګله دېش ترمنځ په دويمه شل اوريزه لوبه کې روهيت شرما په زړه پورې توپوهنه ترسره او د تېرې لوبې بدل يې له بنګله دېش واخيست. هند په ٨ ويکټو په لوبه کې بريا خپله کړه.

د هند او بنګله دېش ترمنځ د درې لوبو د لوبلړۍ دويمه شل اوريزه لوبه نن د هند په راجکوټ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او لومړى يې د بنګله دېش لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بنګله دېش لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٣ منډې وکړې او د هند لوبډلې ته يې د ١٥٤ منډو هدف وټاکه. د دوى له لوري محمد نايم ٣٦، سوميه سرکار ٣٠، محمدالله ٣٠ او ليتون داس ٢٩ منډې ترلاسه کړې.

د هند له لوري يوژيندرا چاهل ٢، واشينګټن سندر، خليل احمد او ديپک چاهار ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٥٤ منډو د هند لوبډلې ته يو ډېر اسانه هدف ثابت شو چې په ١٥.٤ اورونو کې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ٨ ويکټو په توپير يې د بنګله دېش لوبډلې ته ماته ورکړه.

د هند له لوري روهيت شرما ٨٥، شيکر دهون ٣١، شرياس اير ٢٤ ناسوځېدلې او لوکيش راهول ٨ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د بنګله دېش له لوري امين السلام دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه، چې نننۍ لوبه يې د هند لپاره وګټله.

د يادولو ده چې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش بريا خپله کړې وه، چې له دې سره اوس د دواړو ترمنځ لوبلړۍ مساوي ده او دريمه شل اوريزه لوبه به د نومبر په ١٠مه نېټه په ناګپور کې ترسره کېږي، چې هره لوبډله پکې بريالۍ شوه، نو لوبلړۍ به يې هم په نوم شي. همدا راز بنګله دېش او هند به تر هغه وروسته د دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …