کورپاڼه / خبرونه / ضیا الرحمان اکبر انګلستان ته رسېدلی او هلته کرنټین دی
ضیا الرحمان اکبر

ضیا الرحمان اکبر انګلستان ته رسېدلی او هلته کرنټین دی

د افغانستان ځوان توپ اچونکی ضیا الرحمان اکبر انګلستان هېواد ته رسېدلی دی او هلته کرنټین دی، چې له کرنټین ختمېدو وروسته به له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

نوموړی د انګلستان په کورنیو سیالیو کې د لیتم کرکټ کلب لوبډلې اخیستی دی، چې نوموړی به سږکال د دغه لوبډلې په ګټه باندې ولوبېږي.

ضیا الرحمان اکبر په خپل ټویټر اکاونټ کې یو تازه عکس خپور کړی دی، چې دا عکس يې انګلستان ته له رسېدو وروسته اخیستی دی. نوموړي له دې عکس سره لیکلي دي:

((انشا الله زر به خپل ټیم سره یو ځای شم او دوی لباره به لوبه وکړم.)) هغه همدا راز د کرنټین هشټاګ هم کارولی دی، زموږ د معلوماتو له مخې، نوموړی به په انګلستان کې د ۱۰ ورځو لپاره کرنټین وي.


د یادولو وړ ده چې ضیا الرحمان اکبر د افغانستان ټېسټ لوبو لپاره هم غوره شوی و، خو هغه په کومه نړیواله لوبه کې د افغانستان استازولي نه ده کړې، نوموړی په ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله او شپږیزه لیګ کې ډېر ځلېدلی دی.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …