کورپاڼه / خبرونه / نن ورځ ممکن په هند کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز پورې شي

نن ورځ ممکن په هند کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز پورې شي

نن ورځ ډېر امکان شته چې په هند کې د ټولنیزو رسنیو پر ویبپاڼو فیسبوک، انستاګرام، وټساپ او ټویټر بندیز پورې شي.

ویل کېږي چې له بندیز څخه د ژغورلو لپاره باید د ټولنیزو رسنیو ټولې ویبپاڼې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په نوو اصولو یا قوانین عمل وکړي او ددغه نوو قوانینو عملي کول به له نن ورځې څخه پیل شي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د هند حکومت درې میاشتې وړاندې د ټولنیزو رسنیو ویبپاڼو ته د خپلو نوو قوانینو په اړه خبر ورکړی و او ویلي ول چې دغه شرکتونه یې باید اصول ومني.

ګوګل او فیسبوک د هند حکومت ته په ځواب کې ویلي چې دوی په نوو قوانینو د عمل لپاره کار کوي، خو وټساپ یې بیا پر وړاندې په نوي ډیلي کې د حکومت په خلاف قضیه ثبت کړې.

د هندي حکومت په نوو قوانینو کې د یادولو وړ ټکي د ټولنیزو رسنیو د پلیټ فارمونو ډېر احتیاطي تدابیر او د حکومت د شکایت پر اساس هر ډول مواد په شپږ دیرشو ساعتونو کې لېرې کول او نور دي.

دا هم ولولئ

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی …