کورپاڼه / خبرونه / مجیب الرحمان د ای سي سي درجه بندۍ کې نور هم شاته شو
مجیب الرحمان

مجیب الرحمان د ای سي سي درجه بندۍ کې نور هم شاته شو

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) به تازه درجه بندۍ کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی مجیب الرحمان نور هم شاته شو او بنګله دېشی لوبغاړی له نوموړي نه مخکې شو.

ای سي سي د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې مجیب الرحمان پکې خپل مخکینی مقام له لاسه ورکړی دی.

د توپ اچونکو به درجه بندۍ کې لومړنی مقام ټرینټ بولټ د تېر په څېر له ځان سره ساتلی دی، چې هغه ۷۳۷ نومرې لري، مهدي حسن میراز بیا د سریلانکا پر وړاندې د ښو لوبو ترسره کولو وروسته ۳ مقامه پورته شوی دی او اوس د ۷۲۵ نومرو سره په دویم مقام کې دی.


مجیب الرحمان چې ۷۰۸ نومرې لري، مخکې په دویم مقام کې و، خو اوس یو مقام راښکته شوی دی او په دریم مقام کې دی، همدا راز مټ هینري او جسپریت بومرا هم ۱-۱ مقام ښکته شوی او په ۴م او ۵م مقام کې ځای لري.

له دوی پرته کاګیسو رباډا، کریس ووکس او جاش هازلووډ په ۶، ۷ او ۸ مقامونو د تېر په څېر ولاړ دي، خو د بنګله دېش مستفیظ الرحمان ۸ مقامه پرمختګ کړی دی او ۹م مقام ته رارسېدلی دی، همدا راز پاټ کومنز ۱ مقام ښکته شوی او په ۱۰ مقام کې قرار لري.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …