کورپاڼه / جالب / هغه کم عمره نجلۍ چې ۱.۸ میلیون پاونډه جایزه يې ګټلې وه، اوس خېرات ته ناسته ده
برېتانوۍ نجلۍ

هغه کم عمره نجلۍ چې ۱.۸ میلیون پاونډه جایزه يې ګټلې وه، اوس خېرات ته ناسته ده

هر څوک دا ارمان لري چې شتمن شي، خو د شتمنۍ خوندي ساتل بیا د هر چا د وس کار نه دی او همداسې کار د هغه نجلۍ سره هم شوی دی، چې په ډېر کم عمر کې يې ډېرې زیاتې پېسې په جایزه کې ګټلې وې.

د ډېلي سټار وېبپاڼې د راپور په وېنا، دا نجلۍ کیلي راجرس نومېږي، چې په ۲۰۰۳ کال کې يې ۱.۸ میلیون پاونډه ګټلي و، چې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ترې جوړېږي. هغه وخت د دغه نجلۍ عمر ۱۶ کاله و او د برېتانیه کم عمره نجلۍ وه، چې دومره زیاتې پېسې يې په جایزه کې ګټلې وې، چې دا اوس هم یو ریکارډ دی، خو نوموړې ونه شول کولای چې دا پېسې وساتلی شي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دغه نجلۍ د دې پېسو له ګټلو وروسته ډېر د عیاشۍ ژوند پیل کړ، همدا راز په خپلوانو او دوستانو يې هم د پېسو باران پیل کړ او په څو کلونو کې يې هر څه له لاسه ورکړل. اوس نوموړې ۳۳ کلنه ده او ۴ اولادونه هم لري، خو عقل یې هله سر ته راغی، چې هر څه يې له لاسه ورکړي و، هغې د دې هر تور په خپلوانو او دوستانو واچاوه، خو هغوی هم دا پرېښې وه.

ډېر وخت وروسته نوموړې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې مېلمنه  شوې وه، چې څېره يې هم د پخوا په پرتله ډېره بدله شوې وه او پېژندل يې ګران و. اوس نوموړې په هغه پېسو ژوند تېروي، چې د حکومت له خوا ورته ورکول کېږي.

کیلي وايي، چې هر انسان تېروتنه کوي او له هغې څخه هم دا تېروتنه شوې ده. ما چې کله جایزه وګټله، نو د هیچا خبرې ته مې غوږ نه کېښود. نوموړې همدا راز دا هم وویل، چې په انګلستان کې باید د جایزې ګټلو عمر لږ تر لږ ۱۸ کاله مقرر شي، تر څو د بل چا سره زما په څېر عمل ونه شي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …