کورپاڼه / بېلا بېل / بارلی: ښځه او خاوند په یو کټ کې، خو په بېلو بېلو هېوادونو کې پراته وي
بارلی

بارلی: ښځه او خاوند په یو کټ کې، خو په بېلو بېلو هېوادونو کې پراته وي

د سرو خښتو څخه جوړ شوي کورونه، د غټو دروازو ګودامونه او پاکې کوڅې، د دې هر څه په لیدو دا سیمه هم د اروپايي هېوادونو بیلجیم او نیدرلېنډز د نورو سیمو په څېر ښکاري، خو په اصل کې داسې نه ده. د بارلی په نوم دا سیمه یوه ځانګړتیا دا لري، چې دلته تاسې سباناری په یو هېواد کې چمتو کولی شئ او بل هېواد کې يې خوړلی شي، یا بیا په یو هېواد کې په چوکۍ ناست په بل هېواد کې پروت ټلویزیون کتلی شئ، یا هم ښځه او خاوند په یو کټ کې پراته وي، خو په بېلو بېلو هېوادونو کې.

په اصل کې د بارلی دا سیمه د بیلجیم او نیدرلېنډز په سرحد باندې ده، چې ځینې برخې يې په بیلجیم او ځینې برخې يې په نیدرلېنډز کې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد کرښه د خلکو د کورونو په منځ کې راښکل شوې ده، د سرحد معلومولو لپاره سپينې نښې شوې دي او همدا سپينې نښې د بارلی پېژندګلو هم ده.

بارلی ۱

دلته هغه خلک چې کورونه يې په دواړو هېوادونو کې راغلي دي، د هغوی لپاره لوی مشکل دا و، چې دوی به د کومو هېوادونو وګړي وي، په ۱۹۹۵ کال کې بیا دا پرېکړه وشوه، چې د کوم کور دروازه په کوم هېواد کې ده، د هماغه هېواد تابعیت به ورته ورکول کېږي.

په ۱۹۹۵ کال کې دلته یوه ښځه اوسېده، چې له ۶۸ کلونو راهیسې د بیلجیم اوسېدونکې وه، خو د هغې د کور دروازه په نیدرلېنډز کې خلاصېده، نو پرېکړه وشوه، چې د نیدرلېنډز تابعیت ورکړل شي، خو دغه ښځې احتجاج وکړ او د دې لپاره بیا د هغې په کور کې د بیلجیم خواته یوه بله دروازه هم پرانیستل شوه، تر څو د بیلجیم پاسپورټ له ځان سره وساتلی شي.

په دې سیمه کې هر څه دوه دي، یعنې دوه ښاروالان، دوه نومونه، دوه هېوادونه، دوه بوسته خانې، دوه دفترونه، خو د ستونزو د ژر حل لپاره بیا یوه کمېټه جوړه شوې ده، چې هغه دواړو خواوو ته کوچنۍ ستونزې په چټکۍ سره حلوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …