کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل ۲۰۲۱ لپاره وخت ټاکل شوی، خو نړیوال لوبغاړي راوستل د BCCI لپاره سردردی دی
ایون مورګن او راشد خان

د ای پي ایل ۲۰۲۱ لپاره وخت ټاکل شوی، خو نړیوال لوبغاړي راوستل د BCCI لپاره سردردی دی

د هند کرکټ بورډ د ای پي ایل ۲۰۲۱ د پاتې ۳۱ سیالیو ترسره کولو لپاره وخت او ځای ټاکلی دی، چې د سپتمبر او اکتوبر (د سپتمبر له ۱۵مې د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې پورې) به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

خو هندي رسنۍ وايي، چې دغه وخت کې ای پي ایل د نړیوالو لوبغاړو راوستل د هند کرکټ بورډ لپاره یو سردردی جوړېدی شي، ځکه چې ډېر نړیوال لوبغاړي به په دغه میاشتو کې د خپلو هېوادونو لپاره په لوبو کې مصروفه وي.

د انسایډ سپورټ د راپور په وېنا، د انګلستان، نیوزيلېنډ او افغانستان لوبغاړي په دغه وخت کې سیالۍ لري، همدا راز کارابین پریمئیر لیګ هم ۱۰ ورځې ویسټ انډیزي لوبغاړي هلته مصروفه وساتي.

د هند کرکټ بورډ غواړي، چې د انګلستان سره د ۵ ټېسټ لوبو پای ته رسېدو سره سم د ای پي ایل سیالۍ د سپتمبر په ۱۵مه پیل کړي، هندي لوبغاړي به له انګلستان څخه نېغ متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او کرنټین کېدو ته به اړتیا هم ونه لري.

د هند کرکټ بورډ لپاره همدا اوس سردردی ګڼل کېږي، ځکه د هر کرکټ بورډ لپاره د هېواد ملي لوبې مهمې وي او لوبغاړي هم د ملي لوبو پر مهال باید د تجارتي لیګونو پر ځای د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …