کورپاڼه / خبرونه / د ساینس کارنامه؛ د یو ړوند شخص د سترګو نظر رغول شوی

د ساینس کارنامه؛ د یو ړوند شخص د سترګو نظر رغول شوی

د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې د یوه ړوند شخص نظر تر یوې کچې پورې رغول شوی او کارپوهان وایي چې دا تخنیک به د ړندو کسانو لپاره هیله بخښونکی وي.

د یوې نړیوالې ویبياڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د یو ړوند شخص په حجرو کې بدلون راوستي او د سترګو د نظر په رغونه کې یې تر یوې کچې بریا ترلاسه کړې.

ویل کېږي چې په دې عملیاتو کې یې د “اوپټو جینیټکس” په نوم تخنیک کارولی او دغه تخنیک د تېرو شلو کلونو په دوران د عصبي ساینس په برخه کې تیار شوی، چې په جینیټکي توګه په حجرو کې بدلون رامنځته کوي او په مرسته یې ډېر نازک او حساس پروټین تیارېږي.

که څه هم د “اوپټو جینیټکس” تخنیک په لابراتوار کې ډېر د خوښې وړ ګرځیدلی، ځکه چې په مرسته یې دماغي حجرې په داسې ډول سره بدلېږي چې د رڼا په غبرګون کې سګنل خارجوي او پر حیواناتو د ترسره شوو څېړنو له مخې یې ډېرې ګټې او موندنې شوي خو پر انسانانو بیا لږ تجربه شوي.

ویل کېږي چې ددې سبب دا دی چې دماغو ته دننه د ځانګړې رڼا د رسونې لپاره لوړه درجه “فایبر اپټکس” ټیکنالوژۍ او پیچلو عملیاتو ته اړتیا وي.

په اروپا او امریکا کې ساینسپوهانو یو داسې شخص وټاکه چې څلویښت کاله وړاندې په “فوټو ریسپټر” په نوم د ناروغۍ ښکار شو چې بیا یې د سترګو نظر هم له لاسه ورکړ.

په تجربه کې د اته پنځوس کلن فرانسوي شخص د سترګو نظر تر یوه حده ورغید او تر مخ یې پر میز د ایښودل شوو شیانو په پېژندلو، شمېرلو، لټولو او لمس کولو کې وړتیا یې ترلاسه کړه.

اوس نه یوازې دا چې زبیرا کراسنګ نومی شخص لیدل کولی شي بلکې د تیلفون او فرنیچر او نورو شیانو ترمنځ توپیر هم کولی شي او هیله ښودل شوې چې د وخت سره ـ سره به د سترګو په نظر کې ښه والی رامنځته کړي.

دا هم ولولئ

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی …