کورپاڼه / خبرونه / وریدیمان ساها: راشد خان ته مخامخ کېدل سخت دي
وریدیمان ساها او راشد خان

وریدیمان ساها: راشد خان ته مخامخ کېدل سخت دي

د هند کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او توپوهونکی وریدیمان ساها د راشد خان په اړه وايي، چې په درې واړه فارمېټونو کې د هغه توپ اچونې ته مخامخ کېدل سخت دي.

وریدیمان ساها چې د کریک ټرېکر وېبپاڼې سره یې مرکه کړې ده، د نورو پوښتنو تر څنګ يې د هغه توپ اچونکو په اړه هم خبرې کړې دي، چې د هغه په وېنا ورته مخامخ کېدل سخت دي.

په دې لړ کې نوموړي د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان نوم اخیستی دی او وايي، چې د هغه چټک ایکشن د دې لامل دی چې په ټولو بڼو کې کرکټ کې هغه ته مخامخ کېدل سخت دي.

همدا راز نوموړي بیا د هند کرکټ ملي لوبډله کې د ار اشوین نوم هم اخیستی دی او ویلي يې دي، چې د هغه توپ اچونې ته درېدل هم سخت کار دیږ

۳۶ کلن وریدیمان ساها چې د هند لپاره په ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی دی، د دې تر څنګ په ای پي ایل کې هم هغه او راشد خان په یوه لوبډله (سنرایزرز حېدراباد) کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …