کورپاڼه / روغتيا / واده نه یوازې په اقتصادي ژوند کې بدلون راولي، بلکې ګڼې روغتیایي ګټې هم لري

واده نه یوازې په اقتصادي ژوند کې بدلون راولي، بلکې ګڼې روغتیایي ګټې هم لري

واده د انسان په ژوند کې هغه موقع وي چې په اقتصادي ژوند کې د لوی بدلون سبب کېږي. په واده سره که له یو لوري انسان ته عزت او درناوی ور په برخه کېږي او بل لوري ته که څه هم ډېرې اقتصادي ګټې لاسته راځي ترڅنګ یې طبي ګټې هم لري.

  • د زړه د حملې خطر ډېروي: په فنلینډ کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه نارینه او ښځې چې واده یې کړی وي د زړه له حملې څخه خوندي وي او ددې ناروغۍ خطر تر پنځه شپېته سلنو پورې کمېږي.

  • د فلج خطر کموي: روغتیایي کارپوهان وایي چې ښه ګډ ژوند په نارینه او ښځینه دواړو کې د فلج خطر تر پنځه شپېته سلنو پورې کموي او ښه ګډ ژوند د وینې جریان هم ښه ساتي.

  • ذهني فشار کموي: د واده په کولو سره د انسان دننه هورمونونه بدلون مومي او د هغه هورمون په افرازولو کې کمښت راولي چې خپګان رامنځته کوي.

  • عمر اوږدوي: له څېړنو ثابته شوې چې یو ښه ګډ ژوند د عمر د اوږدېدو سبب کېږي او هغه کسان چې ښه ګډ ژوند لري د نورو په پرتله اوږد ژوند کوي.

  • مثبت فکر پیدا کوي: په اوهاییو کې د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې واده شوي کسان له منفي فعالیتونو څخه ځان ساتي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …