کورپاڼه / اسلام / آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم راز ساتونکی صحابي پېژنئ؟

آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم راز ساتونکی صحابي پېژنئ؟

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تول صحابه کرام ښکلي او مینه ناک ول او هر یو د خپلو ځانګړتیاوو له مخې یو مثال و. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترټولو نږدې ملګری حضرت ابوبکر صدیق او عمر فاروق رضي الله عنهما ول چې په روضه مبارک کې هم له رسول الله سره ترڅنګ دي.

دغه دواړه صحابه نه یوازې دا چې لومړی او دویم خلفاء راشدین دی بلکې شیخین هم ورته ویل کېږي او په دې ډول دریم خلیفه ته ذوالنورین وایي ځکه چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له دوو لورګانو سره یې نکاح شوې وه.

څلورم خلیفه حضرت علي رضي الله عنه ته د الله تعالی زمری ویل کېږي. په دې ډول د رسول الله هر یو صحابي د یوې ځانګړتیا درلودونکی و، خو نن ورځ د یو داسې صحابي په اړه خبرې کوو چې د رسول الله د راز ساتونکې شرف یې ترلاسه کړی.

دا هغه صحابي دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر قیامته له هرې فتنې څخه خبر کړی و او د مدینې د منافقینو نومونه هم ورته معلوم ول خو د رسول الله د لارښوونه او نصیحت په سبب یې هغه نومونه چاته ونه ښودل.

دا صحابي حضرت حذیفه بن الیمان دی چې د وحي د لیکلو ترڅنګ د رسول الله راز ساتونکی هم ورته ویل کېږي. رسول الله به حذیفه ته د خپلو وړتیاوو پر بنسټ کار سپارلو او حذیفه درې ځانګړتیا لرلې. لومړی هوښیار او ځیرک و چې ستونزمنې مسئلې به یې هم حل کولې. دویم ژر به د خبرې په مطلب پوهیده او دریم دا چې راز به یې راز ساته.

د راز په اړه یې همدومره ویلی شو چې رسول الله د منافقینو نومونه ورکړي ول او ټینګار پرې کړی و چې دا به راز ساتې او ګورې به مسلمانانو ته زیان ونه رسوي. دغه راز حضرت عمر به عادت درلود کله چې جنازې ته تلو نو پوښتنه به یې کوله چې حذیفه په جنازه کې شته او که نه؟ که حذیفه به نه و نو عمر رضي الله به هم جنازه کې ګډون نه کاوه.

دا هم ولولئ

سعودي عربستان د هغه کسانو لپاره مهم اعلان وکړ چې عمره کوي

سعودي عربستان اعلان وکړ چې سر له سبا به د عمرې لپاره اجازت نامې ور …