کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا: ما ډېرو داسې فلمونو کې کار کړی چې چا نه دي کتلي
پریانکا چوپړا

پریانکا چوپړا: ما ډېرو داسې فلمونو کې کار کړی چې چا نه دي کتلي

د هندي سینما مشهوره هنرمنده پریانکا چوپړا وايي، چې هغې په داسې فلمونو کې هم کار کړی دی، چې دا فلمونه تراوسه پورې چا نه دي کتلي.

پریانکا چوپړا چې د ښکلا جایزه یې ګټلې وه، بیا هندي فلمونو ته او وروسته هالي ووډ ته هم لاړه، اوس مهال د خپل خاوند نک جونس سره په امریکا کې مېشته ده، خو هغه په بالي ووډ کې ډېره مشهوره هنرمنده ده، نو دلته يې تګ راتګ شته.

د اسټرالیا له (ووګ) مجلې سره په خبرو کې پریانکا چوپړا وویل، چې په نړۍ کې هېڅوک داسې نشته، چې هغه دې یوازې بریاوې خپلې کړې وي.

نوموړې وویل، ما هم په ژوند کې ډېر جنګونه بایللي دي، ما په ډېرو داسې فلمونو کې هم کار کړی دی، چې هغه فلمونه تراوسه پورې هیچا هم نه دي کتلي.

پریانکا چوپړا وویل، چې له ناکامۍ انسان زده کړه کوي او د پرمختګ او بریا لارې درته راپېدا کوي. هغې وویل، چې ژوند زما لپاره یوه زینه ده، زما لپاره هېڅ کله هم دا منزل نه دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …