کورپاڼه / روغتيا / شفتالو چې د بې شمېره غذایي توکو درلودونکې مېوه ده، حیرانوونکې ګټې لري

شفتالو چې د بې شمېره غذایي توکو درلودونکې مېوه ده، حیرانوونکې ګټې لري

د شفتالو په اړه ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره له نن څخه اته زره کاله وړاندې په چین کې وکرل شو. دغه مېوه د آلوبخاره، زردالو، الوبالو او بادامو له ډلې ګڼل کېږي چې په منځ کې سخت زړی وي. شفتالو بې شمېر غذایي توکي لري چې د بدن لپاره لاندې ګټې لري:

د بې شمېره غذایي توکو او انټي اکسایدو لرونکې وي:

شفتالو د بې شمېره ویټامینونو، منرالونو او ګټورو نباتي مرکبونو درلودونکې وي. ویل کېږي چې په یو برابر شفتالو کې ۵۸ کالوري، یو ګرام پروټین، له یو ګرام څخه لږ غوړ، ۱۴ ګرامه کاربوهایډریټ، ۲ ګرامه فایبر، ۱۷ سلنه ویټامین سي، ۱۰ سلنه ویټامین ای، ۸ سلنه پوتاشیم، ۵ سلنه ویټامین اي، ۵ سلنه ویټامین کی، ۵ سلنه کاپر او ۵ سلنع مینګنیز وي. دغه راز میګنیزیم، فاسفورس، اوسپنه او ویټامین بي هم لري.

  • د هضم لپاره: شفتالو د فایبرو په درلودلو سره د هضم لپاره ډېر ګټور وي. چې د قبض مخنیوی کوي او د کولمو د صحت مندو بکتریاوو د ډېرېدو سبب کېږي او فیټي اسید جوړوي.

  • د زړه لپاره: شفتالو د وینې فشار او کلیسترول کنترولوي او په دې ډول د زړه د ناروغیو خطر کموي

  • د پوستکي لپاره: د شفتالو مرکبات د پوستکي نمي ساتي او پوستکی ښه او ښکلی ساتي.

  • د سرطاني ناروغیو لپاره: شفتالو داسې نباتي مرکبونه لري چې د بېلابېلو سرطاني ناروغیو خطر کموي.

  • د حساسیت نښې کموي: شفتالو د حساسیت لکه پرنجیدو، خارښت او ټوخي لپاره ګټور وي او نښې یې کموي.

  • دفاعي سیستم پیاوړی کوي: شفتالو د انټي اکسایدو او نورو غذایي توکو په درلودلو دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د بکتریاوو پر وړاندې مقابله کوي.

  • د وینې شکر کموي: له څېړنو ثابته شوې چې د شفتالو مرکبونه د وینې شکر له ډېرېدو ساتي او د انسولینو د مزاحمت مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …