کورپاڼه / خبرونه / نن به د لمر سترګه نېغه د کعبې شریفې پر سر وي

نن به د لمر سترګه نېغه د کعبې شریفې پر سر وي

نن ورځ به د لمر سترګه د سعودي عربستان پر وخت د غرمې پرمهال په دولسو بجو او اتلسو دقیقو نېغه د کعبې شریفې پر سر وي او دا به د روان کال لومړنۍ پېښه وي.

ویل کېږي کله چې د لمر سترګه نېغ د کعبې شریفې پر سر واقع شي، نو سیوری به یې ختم شي. پخوانیو خلکو به له همدې ساده طریقې څخه په ګټې اخیستو د قبلې لوری ټاکه.

د ستور پېژندنې د ټولنې مشر د وینا له مخې ویل کېږي چې عربي هیوادونه، د شمالي قطب د ګاونډي سیمو افریقا او د اروپا اوسیدونکي کولی شي چې له دې موقع څخه په ګټې اخیستنې د قبلې لوری وټاکي.

د ټولنې مشر زیاتوي چې د چین، روس او ختیځې اسیا اوسیدونکې هم کولی شي چې په دې ډول د قبلې لوری معلوم کړي.

د یادولو وړ ده چې د لمر سترګه ددې لپاره د کعبې پر سر واقع کېږي، ځکه چې کعبه شریفه د استوا د کرښې او د سرطان د مدار ترمنځ موقیعت لري او د لمر دورانیه له استوا کرښې څخه د سرطان مدار ته د میي په میاشت کې داخلېږي، چې بیا لمر د کعبې شریفې پر سر واقع کېږي.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

مجیب الرحمان سبا له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان کرنټین سبا پای ته رسېږي، …